د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۳ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې ۱۱۳ کورنیو ته چې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوې وې، تر سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلو خرما، یوه تخته کمپله، یو د البسې کیټ او دوه هایجن کېټونه ووېشل شول.
د مرستو تر لاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه د مرستو د وېش په پار مننه او قدر داني وکړه.
