د غزني ولایت په ولي محمد شهید ولسوالۍ کې د یوه مانده او سېلابي لارې پاکولو د پروژې کار پیل شو
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کمولو او د هېوادوالو د ځان، مال او شتمنیو د خونديتوب په موخه، د ولي محمد شهید ولسوالۍ په عليآباد کلي کې د یوه مانده او سېلابي لارې د پاکولو د پروژې کار پیل کړ.
دا پروژه شاوخوا ۵۰۰ متره اوږدوالی لري او موخه یې د سېلابونو له خطرونو څخه د زیانونو کمول، د استوګنیزو سیمو او کرنیزو ځمکو ساتنه، او د سېلابي اوبو د بهیر تنظیم او ښه والی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به د ۴۰ استوګنیزو کورونو لپاره د سېلاب خطر کم شي او له ۱۰۰ جریبو څخه د زیاتو کرنیزو ځمکو د خړوبولو زمینه به برابره شي. همدارنګه، د سېلابي اوبو د تېرېدو لاره به منظمه شي او د اوبو د راټولېدو او احتمالي زیانونو د رامنځته کېدو مخه به ونیول شي.
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ چې یاد ریاست به د قدرتي پېښو د خطرونو د کمولو او د خلکو د ځان، مال او عامه تأسیساتو د ساتنې په موخه، د دغه ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د وقایوي پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي.
