د ادارې په هکله

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو د پراخو طبیعي پېښو له امله د میلیونونو انسانانو د مرګ‌ژوبلې او میلیاردونه ډالرو مالي زیانونو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د پرېکړه‌لیک له مخې رامنځته شوه او بیا د ۱۳۵۱ لمریز کال د غویي په ۲مه نېټه د افغانستان د هغه وخت د حکومت د فرمان پر بنسټ، دا اداره د صدارت په چوکاټ کې طبیعي پېښو ته د ځواب وینې او زیانمنو خلکو ته د رسېدنې په منظور تأسیس شوه.

له هغه وروسته په ۱۳۸۳ لمریز کال کې، دا اداره د هېواد په کچه د اوو زونونو د ساحوي دفترونو په رامنځته کولو سره پراخه شوه، او بیا په ۱۳۸۸ لمریز کال کې، د وخت د حکومت د حکم له مخې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ولایتي دفترونو په رسمي توګه خپل فعالیت پیل کړ.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې، له پیل څخه تر اوسه، د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو، چمتووالي، او ځواب وینې په برخه کې حیاتي رول لوبولی او د بېړنیو حالاتو پر مهال د هېواد یوه مهمه اداره ګڼل کېږي.

تصویر خبر

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .