ظرفیت لوړونه:
ظرفیت لوړونه د فعالیتونو، پروګرامونو او تدابیرو یوه ټولګه ده، چې موخه یې د یو سازمان یا افرادو په کچه د وړتیاوو، مهارتونو، پوهې او امکاناتو زیاتوالی دی، څو له امله یې کارونه په چټکه او اغېزمنه توګه تر سره شي. له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په چوکاټ کې، ظرفیت لوړونه د طبیعي او غیرطبیعي پېښو پر وړاندې په اغېزمنه توګه د مبارزې او ځواب وینې لپاره د دې ادارې د تخنیکي، انساني، عملیاتي او ساختاري وړتیاوو پیاوړي کول دي.
د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو له پیلولو څخه زموږ اساسي موخه، په مرکزي او ولایتي کچه د دې ادارې د تخنیکي، مدیريتي او عملیاتي وړتیاوو پیاوړي کول دي، ترڅو د پېښو پر وړاندې چټکه او اغېزمنه ځواب وینه ترسره شي.
متوقعه موخې:
• د پېښو پر مهال د دولتي او غیر دولتي ادارو تر منځ د همغږۍ ښه والی.
• د بشري تلفاتو او مالي زیانونو کمول.
• د احتمالي خطرونو او وقایوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي لوړول.
• د ادارې د بشري سرچینو پیاوړي کول.
• د چټکو خبرداریو او بیړني غبرګون سیستمونو ښه والی.
لاسته راوړنې:
• د هېواد دننه او بهر د سلګونو کارکوونکو مسلکي او مديريتي روزنه.
• په اړینو وسایلو سره د مرکز او ولایتونو د دفترونو مجهز کول .
• د ښه چمتووالي لپاره د تعلیمي او عملیاتي مانورونو ترسره کول.
• د تخنیکي او مالي ملاتړ د جلب په موخه له نړیوالو سازمانونو سره اغېزمنې همکارۍ درلودل.
• په وروستیو کلونو کې د ګڼو طبیعي پېښو پرمهال پر وخت ځواب وینه او د تلفاتو د پام وړ کمښت.
نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها
رسنیز بلنلیک
په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .
اړینه- خبرتیا
لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .