د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶,۲۷۰,۰۰۰ افغانۍ ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۲۱:۴۹
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پاملرنې نړيوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د یاد ولایت په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس مولوي نثار احمد نجات او د موسسې د استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۲,۵۴۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۶,۲۷۰,۰۰۰ (۶ میلیونه او ۲۷۰ زره) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۰۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۴۳ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د PIN موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې ولایت د ده سبز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۵:۵۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د فراه ولایت د اداري چارو تر لیدلو وروسته د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ولایت د والي صاحب سره وکتل

نن ورځ دوشنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د هېواد یو شمېر ولایتونو ته د دې ادارې د ولایتي ریاستونو د اداري چارو د سمون په موخه د خپل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۵۰ کورنیو ته د قربانۍ غوښه ووېشله 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ, د دې ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .