د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶,۲۷۰,۰۰۰ افغانۍ ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته ووېشلې

rahyab
Mon, Feb 03 2025 9:49 PM
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د پاملرنې نړيوالې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د یاد ولایت په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالۍ کې له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس مولوي نثار احمد نجات او د موسسې د استازي په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۲,۵۴۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۶,۲۷۰,۰۰۰ (۶ میلیونه او ۲۷۰ زره) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نیټه: ۱۴۴۶/۸/۰۴
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

Latest news

اطلاعیه هاAll announcements

Wed, May 25 2022 1:34 PM
Background image

 Warning!

Validity time : 25 up to 26 May 2022
:Possibility of Heavy Dust and wind gust  forecasted for the following provinces
Kunduz, mazar e sharif, Faryab, Badghis, Jawzjan, Herat, Farah, . . .