د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۱۴ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۱۱۴ کورنیو ته چې د وروستیو قدرتي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، د دوهم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵,۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول د یاد شمېر کورنیو لپاره شپږ لکه او یو شپیته زره او دوه سوه (۶۶۱,۲۰۰)افغانۍ ځانګړې شوې وې.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست وویل، چې د همکارو مؤسسو سره په همغږۍ به د زیانمنو او مستحقو کورنیو لپاره د بشري مرستو رسولو لړۍ دوامداره وساتي.
نېټه:۱۴۴۸/۰۱/۰۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
