د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۷ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۲۱:۵۴
news image

د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کډوالۍ نړیوال سازمان(IOM)، د خوړو نړیوال سازمان(WFP)، د ملګرو ملتونو د نفوس وجهي صندوق(UNFPA) او د (UNICEF)  سازمان په مالي همکارۍ, مرکز لښکرګاه، سنګين او مارجې ولسوالیو کې ۵۷ سېلاب ځپلو کورنيو ته خوراکي او غیر خوراکي   مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئيس الحاج مولوي جمعه خان مستقيم او د یادو سازمانونو د استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کېلو اوړه، ۲۵ کېلو دال، ۲ کېلو مالګه، ۱۸.۲ لیټره غوړي، د ماشومانو لپاره ۳ کېلو وچي شېدې، روغتیایي کېټونه، کمپلان، د پخلنځي توکي، د بیړنۍ سرپناه کیټونه، سولري څراغونه، پلاستيکي فرش او په مارجې ولسوالۍ کې هغو کورنيو ته چې کورونه يې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو ۴ خېمې هم ووېشل شوې.

نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

له مرکزي سیلو څخه ٢,٠٠٠ بورۍ غنم د ننګرهار ولایت ته ولېږدول شول 

نن ورځ جمعه، د عالیقدر  امیرالمؤمنین حفظه الله  د لارښونې له مخې، د هیواد ټولو ولایتونو ته له مرکزی سیلو څخه د غنمو د لېږد بهیر پیل شو. په دې چوکاټ کې، به د (۲,۰۰۰ بوریو) په اندازه ١٠٠. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۱۲:۵۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په تورخم کې د دې ادارې اړوند د کډوالو په پنډغالي کې د ۱۳ کاري کمېټو څخه راپور واخیست

نن د جمعې ورځ، د سهار په ۶:۳۰ بجې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي، د تورخم په پنډغالي کې چې د دې ادارې لخوا د جبري راستنېدونکو لپاره جوړ شوی، د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱/۲۹ - ۱۲:۴۸
Background image

له مرکزي سیلو څخه ٢,٠٠٠ بورۍ غنم د نورستان ولایت ته ولېږدول شول 

نن ورځ جمعه، د عالیقدر  امیرالمؤمنین حفظه الله  د لارښونې له مخې، د هیواد ټولو ولایتونو ته له مرکزی سیلو څخه د غنمو د لېږد لړۍ پیل شوه. په همدې چوکاټ کې به د (۲,۰۰۰ بوریو) په اندازه ١٠٠. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .