د نورستان ولایت په مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو کې 6,318 زیانمنو او بې وزله کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۱۴:۷
news

نورستان - دغویي 18مه - 1400

د نورستان ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د WFP موسسې سره په همکاري, دنورستان ولایت مرکز پارون اړوند څلورو کليو کې 340 بې وزله کورنيو ته د خوراکي توکو د وېش دوهم پړاو تر سره کړ, چې د دې مرستو په ترڅ کې هرې کورنۍ ته 92 کیلو اوړه، 9,1 کیلو غوړي، 17 کیلو دال او 2 کیلو مالګه ووېشل شوه.

د يادونې وړ ده چې د نورستان ولایت مرکز پارون ښار کې به په مجموع کې 1,818 کورنيو سره د يادو خوراکي توکو مرسته تر سره شي.

همدا راز د نورستان ولایت په واما ولسوالۍ کې 1,000 کورنيو، وايګل ولسوالۍ کې 1,500 کورنيو، کامديش ولسوالۍ کې 1,000 کورنيو او د برګمتال ولسوالۍ کې د 1,000 کورنيو ته د يادو مرستو د وېش دويم پړاو لړۍ جريان لري.

 

news

 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .