د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۷۳ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ, په سره رود ولسوالۍ کې ۳۷۳ بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې, هرې کورنۍ ته د خوراکي توکو پېرلو لپاره د شپږم قسط ۳,۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۱,۱۱۹,۰۰۰ (۱ میلیون او ۱۱۹ زره) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۲۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره