د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۴۷
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR مؤسسې  ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه او په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۲۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د DACAAR مؤسسې له لوري ۲۰۰ کورنیو هرې یوې ته یوه د استهلاکي توکو بسته چې پکې ۷۶ قلمه توکو شتون درلود او یوه د روغتیا ساتنې بسته چې پکې ۶۳ قلمه توکو شتون درلود او همدارنګه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ۲۰ کورنیو هرې یوې ته ۱ عدد د اوبو تصفیه کولو ماشین ووېشل شو.

د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو په پار له یادې مؤسسې او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۱۳
Background image

د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې د خطرونو د کمولو د پروژو سروې وشوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د ولایت مقام، د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست، د کلکان ولسوالۍ او د سیمې د مخورو په همغږۍ، د دغې ولسوالۍ د زمه او کارنده کلیو کې د یوه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .