د ننګرهار ولایت له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DACAAR مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه او په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۲۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې د DACAAR مؤسسې له لوري ۲۰۰ کورنیو هرې یوې ته یوه د استهلاکي توکو بسته چې پکې ۷۶ قلمه توکو شتون درلود او یوه د روغتیا ساتنې بسته چې پکې ۶۳ قلمه توکو شتون درلود او همدارنګه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست لخوا ۲۰ کورنیو هرې یوې ته ۱ عدد د اوبو تصفیه کولو ماشین ووېشل شو.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو په پار له یادې مؤسسې او د دې ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
