د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اداري غونډه ترسره شوه

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۸:۴۵
news image

کابل- د محرم الحرام ۱۴۴۶
د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست په مشرۍ اداري غونډه، د محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال(حاجي وارث) د پېښو چارو د همغږي مرستیال، محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد د مالي او اداري عمومي رییس او مرکزي رییسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د احتمالي پېښو له جریانه د بېړني او په وخت سره د راپور پر ترلاسه کولو، په دوامداره توګه پېښو ته د رسېدنې د امارت عالي کمېسیون او ولایتي کمېټو پر فعاله ساتنې، د ادارې د ننه د روغتیایي کلینیک او د کانټین فعالولو او په اداره کې د ښځینه کارکونکو د معاشونو او امتیازاتو حواله کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
همدارنګه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست، په اداره کې د ننه د روغتیایي کلینیک جووړولو او کانټین په اړه د یو شمېر کارکونکو غوښتنې ته په اشارې سره ووېل: چې په هره شعبه کې د ننې پخلۍ کول د بې نظمي رامنځته کېدو لامل کېږي او باید د کارکونکو لپاره د غرمې ډوډۍ چمتو کولو په برخه کې د یوې حل لارې پیدا کولو لپاره یوه کمېټه وټاکل شي.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د کاري مداخلې له منځه وړلو او د هر ریاست لپاره په دوو ملي ژبو د دندې لایحې ترتیبولو، د معلوماتو راټولو او په مرکز او ولایاتو کې د نوکریوالي فعالولو او پېښو ته د رسېدنې د امارت عالي کمېسیون د غونډې جوړولو په اړه خبرې وکړې او ترڅنګ یې د عالیقدر امیر المومنین حفظ الله له حکم سره سم د ښځینه کارکونکو د معاشونو په برخه کې هم نظرونه راټول او خبرې وشوې.
په پای کې پرېکړه وشوه چې، د نوکریوالي د بودجې لاسته راوړلو، د ښځینه کارکونکو امتیازاتو او په وخت سره پېښو ته د رسېدنې د امارت عالي کمېسیون غونډې ترسره کولو په اړه د ریاست الوزار محترم مقام سره خبرې وشي او په دی برخه کې باید یاد مقام ته یو وړاندیز وشي.

news image



 

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۸:۴۵
Background image

د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اداري غونډه ترسره شوه

کابل- د محرم الحرام ۱۴۴۶
د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست په مشرۍ اداري غونډه، د محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال(حاجي وارث) د پېښو چارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۴:۵۹
Background image

د پېښو پر وړاندې چمتووالي ملي ادارې سرپرست د کندهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کارکونکو سره په جلا جلا ډول وکتل او د هغوۍ د کاري چارو ارزونه یې وکړه

کندهار- د محرم الحرام 17-1446/ د زمري 2-1403
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت پېښو سره د مبارزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۸:۴۸
Background image

محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست کونړ ولایت ته سفر وکړ او د سېلابونو له امله د شهیدانو ورثه ته یې نغدي مرستې ووېشلې

اسعدآباد- د محرم 12-1446/ د چنګاښ 28-1403
محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست, کونړ ولایت ته د سفر په ترڅ کې د محترم مولوي عبدالله حقاني د یاد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .