د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اداري غونډه ترسره شوه
![news image](/sites/default/files/2024-07/whatsapp_image_2024-07-24_at_5.00.57_pm.jpeg)
کابل- د محرم الحرام ۱۴۴۶
د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست په مشرۍ اداري غونډه، د محترم الحاج ملا عبدالولي څارنوال(حاجي وارث) د پېښو چارو د همغږي مرستیال، محترم الحاج مولوي عبدالرحمن زاهد د مالي او اداري عمومي رییس او مرکزي رییسانو په شتون کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د احتمالي پېښو له جریانه د بېړني او په وخت سره د راپور پر ترلاسه کولو، په دوامداره توګه پېښو ته د رسېدنې د امارت عالي کمېسیون او ولایتي کمېټو پر فعاله ساتنې، د ادارې د ننه د روغتیایي کلینیک او د کانټین فعالولو او په اداره کې د ښځینه کارکونکو د معاشونو او امتیازاتو حواله کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.
همدارنګه د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې سرپرست، په اداره کې د ننه د روغتیایي کلینیک جووړولو او کانټین په اړه د یو شمېر کارکونکو غوښتنې ته په اشارې سره ووېل: چې په هره شعبه کې د ننې پخلۍ کول د بې نظمي رامنځته کېدو لامل کېږي او باید د کارکونکو لپاره د غرمې ډوډۍ چمتو کولو په برخه کې د یوې حل لارې پیدا کولو لپاره یوه کمېټه وټاکل شي.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د کاري مداخلې له منځه وړلو او د هر ریاست لپاره په دوو ملي ژبو د دندې لایحې ترتیبولو، د معلوماتو راټولو او په مرکز او ولایاتو کې د نوکریوالي فعالولو او پېښو ته د رسېدنې د امارت عالي کمېسیون د غونډې جوړولو په اړه خبرې وکړې او ترڅنګ یې د عالیقدر امیر المومنین حفظ الله له حکم سره سم د ښځینه کارکونکو د معاشونو په برخه کې هم نظرونه راټول او خبرې وشوې.
په پای کې پرېکړه وشوه چې، د نوکریوالي د بودجې لاسته راوړلو، د ښځینه کارکونکو امتیازاتو او په وخت سره پېښو ته د رسېدنې د امارت عالي کمېسیون غونډې ترسره کولو په اړه د ریاست الوزار محترم مقام سره خبرې وشي او په دی برخه کې باید یاد مقام ته یو وړاندیز وشي.
![news image](/sites/default/files/inline-images/WhatsApp%20Image%202024-07-24%20at%205.00.51%20PM.jpeg)