د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٠٣ کډوالو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۲۱:۳۰
news image

 د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په شپږ بېلابېلو ولسوالیو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري توګه راستنو شویو ١٠٣ کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 
 په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ٢ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، ١ عدد پلاستیکي سطل او ٢ تختې کمپلې ووېشل شوې.
د مرستو د وېشلو په لړۍ کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس کډوالو کورنیو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت او د دې ریاست مسؤلین راستنېدونکو کورنیو ته پر وخت رسېدنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ورکولو په پار خوښي څرګنده کړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۵هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .