د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې (SCI) د نړیوالو همکاریو په چوکاټ کې، د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پر ۳۰ زیانمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې وویشلې.
په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې د IOM له خوا هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته، یوه کورنۍ بسته، یو د کمپلې کېټ، او یو د سولري برېښنا آله ورکړل شوه.
همداراز، هغو ۱۰ کورنیو ته چې کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته یو باب خېمه هم ورکړل شوه. د WFP له خوا، د ARCI مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹.۱ کیلو غوړي، ۱۲.۵ کیلو عدس او ۱ کیلو مالګه او د SCI مؤسسې له خوا هم هرې کورنۍ ته یوه روغتیایي بسته ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دې اقدام ستاینه وکړه او هیله یې وښوده چې دا ډول ملاتړونه دې په دوامداره توګه ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره