له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ موسسې ترمنځ د یو سل او نه ویشت زره او نولس (۱۲۹,۰۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۰
news image

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میشن ایسټ مؤسسې له سرپرستې، میرمن ګونل جغفرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم‌نامه یې ورسره لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې، ترابي صاحب د یادې موسسې پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه چې موږ له مؤسسو سره تفاهم نامې بې له ځڼده لاسلیک کوو ترڅو زیانمنو شویو ته پر وخت رسېدنه وشي او همدارنګه نوموړي وویل، چې په ولایتونو کې زموږ مسؤلینو د مؤسسو لپاره زیانمنوشویو ته د خدماتو د رسولو په موخه د پام وړ آسانتیاوې برابرې کړې دي او له مؤسسو څخه مو دا غوښتنه ده ترڅو خپلې پروژې په چټک او شفاف ډول سره تر سره کړي. 
په عین حال کې، د میشن ایسټ مؤسسې سرپرستې، میرمن ګونل جغفرو، د خپلې پروژې په اړه معلومات وړاندې کړل او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د چارو په ترسره کولو کې د چټکتیا له شتون او دوی ته یې د وخت ورکولو له امله مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې ناستې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ د یو سل او نه ویشت زره او نولس (۱۲۹,۰۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې د دې تفاهم نامې له مخې به د تخار ولایت په اشکمش، بنګي او ورسج ولسوالیو کې ۱۵۰ زیانمنو کورنیو او د بدخشان ولایت په شهدا او یفتل بالا ولسوالیو او مرکز فیض آباد ښار کې ۱۵۰ زیانمنو کورنیو هرې یوې ته د خوراکي توکو د پېرلو لپاره د ۱۰۵ ډالرو په ارزښت نغدي مرستې ووېشل شي، او په تخار ولایت کې به ۹۷ کورنیو او په بدخشان ولایت کې به ۹۶ کورنیو هرې یوې ته، د ۱۵۰ ډالرو په ارزښت د ۱۶ قلمه غیرخوراکي توکو لرونکې بستې وېشل کېږي. 
همدارنګه، په تخار ولایت کې ۲۰ زیانمنو کورنیو او په بدخشان ولایت کې به هم ۲۰ زیانمنو کورنیو ته د کورونو د ترمیم په موخه هرې کورنۍ ته په دوو قسطونو کې ۵۰۰ ډالر ورکړل شي. د دې ترڅنګ په تخار او بدخشان ولایتونو کې د بېړنیو حالاتو پر مهال د لارو پاکولو، د کرنیزو اوبو کانالونو پاکولو او دې ته ورته د نورو فعالیتونو لپاره د لس زره (۱۰,۰۰۰) ډالرو بودجه ځانګړې شوې ده. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۶
Background image

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړولو لپاره د همکاریو دوام

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ارغستان ولسوالۍ د لوترکشه په سیمه کې د اوبو بند جوړولو لپاره د ۳٬۰۰۰ لیتره تېلو مرسته وکړه. د دغه بند په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۵۰٬۰۰۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۴۴
Background image

د کندهار په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په نیش ولسوالۍ کې ۱۲۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې. په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳۹
Background image

د کندهار ولایت په مرکز کې ۶ عدده ناچاوده توکي کشف او خنثی شول

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم په همکارۍ، د کندهار ښار په ۱ ناحیه کې د زړو اوسپنو په یوه پلورنځي کې د عملیاتو پر مهال ۶ عدده. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .