د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢١٢ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

دلغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AHF مؤسسې په مالي ملاتړ او د OCHR مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، ٢١٢ زیانمنو او اړمنو کورنیو ته د یاد ولایت په الینګار ولسوالۍ کې نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته ٢٠٠ ډالر یا د دې معادل ١٤,٤٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې، چې په ټوله کې یاد شمېر کورنیو ته ٣,٠٥٢,٨٠٠ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادونې ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو په پار خوښي څرګنده کړه.
نېټه: ١٤٤٦/٧/١٢
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره