له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د نه لکه یو څلوېښت زره نه سوه او نه څلویښت (۹۴۱,۹۴۹) امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۱۳
تصویر

نن ورځ یک شنبه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د ژغورنې نړیوالې کمېټې د مرستېال او د پروګرامونو د مسؤل بوستان فهیم، د نړیوالو اړیکو د مسؤل احمد سید بیان او د بشري لاسرسي مدیر احمد احمدزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

ترابي صاحب د ژغورنې نړیوالې کمیټې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې خوښ یو چې نن یوه داسې تفاهم نامه لاسلیک کوو چې په هغه سره زموږ ولس ته نغدي مرستې رسول کېږي او د یادې مؤسسې د ټول کاري ټیم څخه یې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي ترڅو ولس مو د خدماتو څخه برخمن سي. 

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د پروګرامونو مسؤل بوستان فهیم له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ټولو کارکونکو څخه مننه وکړه چي یاده اداره زموږ کارونه بې له ځنډه ترسره کوي او ترڅنګ یې وویل چې له پيښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې سره باید بیلابیل مؤسسې او نړیوال سازمانونه بېلابېلې مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده یاده تفاهم نامه چې لاسلیک شوه له مخې به یې د بادغیس ولایت په مرکز قعله نو،آب کمري او مقر ولسوالیو کې په ټولیزه توګه ۳,۹۶۴ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل سي چې هرې کورنۍ ته به ۱۹۳ ډالر ورکړل شي. 

نیټه: ۱۴۴۸/۱/۵هــ ق 

له پیښو سره د مبارزې امادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .