د نورستان په وانت ولسوالۍ کې د سربند او محافظوي دیوال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي 

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱
image

د نورستان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست یو تخنیکي او مسلکي پلاوي، د یاد ولایت د وانت ولسوالۍ په شنیګل کلي کې د سربند او محافظوي دیوال جوړېدو د پروژې له روانو چارو څخه، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ډاکار موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پر بنسټ پلي کېږي، لیدنه او څارنه وکړه.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤولینو د څارنې پر مهال چې د ډاکار موسسې پلاوي هم شتون درلود، وویل، چې د پروژې چارې له پلان او تخنیکي معیارونو سره سم روانې دي او ټاکل شوې ده چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي او د سربند په جوړېدو سره به لسګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو او خړوبولو زمینه برابره کړي.

د شنیګل کلي اوسېدونکو د یادو پروژو له پلي کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغو پروژو په بشپړېدو سره د سېلابونو خطرونو په کمولو او د کرنیزو ځمکو په خړوبولو کې مرسته وکړي، هغوی له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او ډاکار مؤسسې له همکاریو مننه کړې او د ورته پراختیایي او وقایوي پروژو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

نېټه: ۱۴۴۸/۱/۰۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۲۳
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ایبک ښار کې د اوبو د کانال کیندنې او پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج مولوي نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت د ایبک ښار په دلخکي کلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۱۲
Background image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د استنادي دیوالونو جوړولو څلور وقایوي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي لخوا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له دفتر سره د هغږۍ پر بنسټ، د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .