د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٠٠ اجباري راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري توګه ٥٠٠ را اېستل شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یوه بورۍ ٥٠ کیلویي اوړه، یوه بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې او ٢ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۱/۰۴ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره