د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٥٠٠  زیانمنو د معیوبینو او د کنډو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۲۱:۳۰
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ورلډ ویژن موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د چهلګزي او قیسار ولسوالیو اړوند زیانمنو، معلولینو، معیوبینو، کونډو او د سپین ږیرو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ٥٨٨٠ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره دوه میلیونه، نه سوه او څلویښت زره (٢،٩٠٤،٠٠٠) افغانۍ ځانګړې شوې وې.

نېټه:۱۴۴۷/۱/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۵۸
Background image

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د استنادي دېوال د جوړېدو کار بشپړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د بلچراغ ولسوالۍ په چهاربید کلي کې د ۸۰ متره په اوږدوالي او ۳ متره په لوړوالي استنادي دېوال د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د میشن اېسټ موسسې ترمنځ د یو سل او نه ویشت زره او نولس (۱۲۹,۰۱۹) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د میشن ایسټ مؤسسې له سرپرستې، میرمن ګونل جغفرو سره په خپل کاري دفتر کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۰:۶
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCI مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې (SCI). . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .