د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ١٠٠ زیانمنو او د شهیدانو کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې
د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام په لارښوونه، د طبعي پېښو له امله ۱۰۰ زیانمنو، اود شهیدانو او معلولینو کورنیو ته د دې ولایت په مقر ولسوالۍ کې خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې، د یاد ریاست سرپرست قاري محمد علم خبیب او د ولسوالۍ د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ٥٠ کیلو غنم، ٥٠ کیلو وریجې ووېشل شوې.
د راپورونو له مخې، له یادې جملې څخه ٢٥ د شهیدانو او معلولینو کورنۍ، ٤٠ یې د طبعي پېښو له امله زیانمنې کورنۍ او ٣٥ نوري کورنۍ له دې مرستو څخه برخه منې شوې.
نېټه: ۱۴۴۶/۶/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره