د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۳۵ مستحقو کورنیو ته روغتیایي کېټونه ووېشل
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د OAWCK مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په مرکز کې په بیړنیو حالتونو کې د روغتیایي خدمتونو ترسرلیک لاندې، ۷۳۵ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته روغتیایي کيټونه ووېشل.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، یو روغتیایي کیټ ووېشل شو.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
