د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۳ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۱۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کورډ اېډ موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د اشکمش ولسوالۍ اړوند ۵۶۳ زیانمنو او بې سرپرسته کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۱۸ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال یو میلیون شپږسوه دوه څلوېشت زره او اته سوه څلور دېرش (۱,۶۴۲,۸۳۴) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.

نېټه: ۱۴۴۷/۱/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۳۷
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسیسې تر منځ د څلور سوه، څلور اتیا زره او اوه سوه او اوه (۴۸۴،۷۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ له غرمې مخکې، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسیسې له اجرائیوي رئیس انجنیر عبدالحبیب تحریک سره په خپل کاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۵۸
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۱۱
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اړمنو خلکو نړیوالې مؤسسې تر منځ د څلور سوه اته اویا زره او درې سوه دوه څلوېښت (۴۷۸,۳۴۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د اړمنو خلکو نړیوالې مؤسسې له مرستیال محترم احسان الله نعیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .