له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اړمنو خلکو نړیوالې مؤسسې تر منځ د څلور سوه اته اویا زره او درې سوه دوه څلوېښت (۴۷۸,۳۴۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۰:۱۱
تصویر خبر

نن ورځ سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د اړمنو خلکو نړیوالې مؤسسې له مرستیال محترم احسان الله نعیم سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 
په پیل کې، محترم ترابي صاحب د یادې  مؤسسې راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل، چې تاسو خپلې پروژې په پوره شفافیت او چټکتیا سره ترسره کړئ ترڅو مستحقین ورڅخه پر وخت ګټه واخلي او موږ ستاسو لپاره په ولایتونو کې پوره آسانتیاوې برابرې کړې دي.  
ورپسې د اړمنو خلکو نړیوالې مؤسسې مرستیال محترم احسان الله نعیم له محترم ترابي صاحب څخه د لیدنې لپاره د زمینې برابرولو او پر وخت د تفاهم نامې د لاسلیک په پار مننه وکړه او زیاته یې کړه, چې دوی به خپله پروژه د دې ادارې له ولایتي مسؤلینو سره په پوره همغږۍ ترسره کوي.  
د ناستې په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ ټولټال د څلور سوه اته اویا زره او درې سوه دوه څلوېښت (۴۷۸,۳۴۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د غزني ولایت جاغوري او ګیلان ولسوالیو او د زابل ولایت ارغنداب او دای چوپان ولسوالیو په ۶۰ کلیو کې ۱۸۰۰ وګړو ته د طبیعي پېښو، د خطرونو د مخنیوي، د شخړو د حل او د تصمیم نیونې په موخه روزنیز پروګرامونه ترسره شي، د خطرونو د مخنیوي په موخه به ۱۵ کمېټې جوړېږي، چې د یادو کمېټو ته به د خطرونو د مخنیوي، د شخړو د حل او تصمیم نیونې، د پېښو لپاره د چمتووالي او د غبرګون پلان جوړونې، د خطر د خبرتیا د سیستمونو او میکانیزمونو، د اقلیم د بدلون او د ټولنې د مقاومت د جوړونې د روزنیزو پروګرامونو د دایرولو سربېره به هرې کمېټې ته د خطر د مدیریت یو کیټ ورکړل شي، چې جاکټونه، خولۍ، ماسکونه، څراغونه له اضافي بټریو سره، راډیو ګانې، پړۍ، بیلچې، کلیګونه، اوسپنیز میخونه، د اور وژنې وسایل، د ناروغانو د انتقال تخته، لاګ بوکونه، مارکرونه، قلمونه، کتابچې، کلیپ بورډونه، د ساحې نقشې، د وسایلو د ساتلو لپاره پلاستیکي بکسې او د بیړنۍ اړیکې لیستونه به پکې موجود وي، د پراختیایي پلانونو لپاره د دقیقو او واقعي معلوماتو د برابرولو لپاره له ۱۵ کمېټو سره په همغږۍ د درې بعدي نقشو جوړول او ارزول او د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي په موخه به له ۱۵ کمېټو سره د ۸،۹۹۲ ډالرو په ارزښت مالي مرسته کول تر سره شي.    

نیټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۵هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادار

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۵۸
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٨٥ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولایت مقام په لارښوونه، د دې ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله ١٨٥ زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۲:۴۱
Background image

د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۸ اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۷:۱
Background image

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٨٢ زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مؤسسې په ملاتړ، د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې ٢٨٢ زیانمنو کورنیو ته، له سروې وروسته د کورونو د ترمیم او. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .