له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسیسې تر منځ د څلور سوه، څلور اتیا زره او اوه سوه او اوه (۴۸۴،۷۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۱:۳۷
تصویر خبر

نن ورځ له غرمې مخکې، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د افغان ځوانانو د خدماتي مؤسیسې له اجرائیوي رئیس انجنیر عبدالحبیب تحریک سره په خپل کاري دفتر کي وکتل او د ګډو همکاریو تفاهم نامه یې ورسره لاسلیک کړه. 
په پیل کې، محترم ترابي صاحب د AYSO  مؤسیسې راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یی کړه چي مؤسیسات باید په خپلو کارو کي له پوره شفافیت او سرعت څخه کار واخلي ترڅو زیانمنو شو کورنیو ته پر وخت مرستي ورسېږي، همداریګه ترابي صاحب وویل، چې په ولایتونو کې زموږ کارکوونکي له مؤسساتو سره په سروې، توزېع او نورو برخو کې پوره همکارۍ کولو ته چمتو دي. 
ورپسې د یادي مؤسیسې اجرائیه رئیس محترم انجنیر عبدالحبیب تحریک د خپلو مخکینیو او اوسني پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې موږ به خپل کارونه په پوره شفافیت، سرعت او د ستاسو د ولایتي مسؤلینو سره په پوره همغږۍ سره ترسره کوو.
په پای کي د دواړو لوریو ترمنځ د څلور سوه او څلور اتیازره او اوه سوه او اوه (۴۸۴.۷۰۷) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د بادغیس ولایت په جوند، قادس او قلعه نو ولسوالیو کې ۲،۴۳۰ مستحقو کورنیو ته د څلورو میاشتو لپاره د خوراکي توکو بستې ووېشل شي، جې په یادو بستو کې به ۵۰ کیلو اوړه، ۴ لیټره غوړي، ۴ کیلو دال او نیمه کیلو مالګه شتون لري. 

نیټه: ۱۴۴۷/۰۲/۰۵ هـ ق 
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .