د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د غره ښوېدو له امله د شهیدانو ورثه سره نغدي مرستې ترسره شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ, د بدخشان ولایت یاوان ولسوالۍکې د غره ښوېدنې له امله د ۶ شهیدانو ورثه ته ۶۰۰ زره افغانۍ مرستې ووېشل شوې.
دغه مرستې د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍریاست مشر محترم مولوي محمد اکرم اکبري لخوا د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې, د هر شهید ورثه ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې.
نېټه:۱۴۴۶/۰۴/۱۲
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره