بغلان ولایت کې ۶۳۰ سېلاب ځپلو او بېوزله کورنیو ته د خوراکي او نغدي مرستو وېش
د AKAH موسسې د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همکارۍ، ۶۳۰ سېلاب ځپلو او بېوزله کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې، په دې لړۍ کې د نهرین ولسوالۍ اړوند ۳۱۵ هرې کورنۍ ته ۸۱۹۰ افغانۍ چې په مجموع کې ۲ میلیونه ۵۷۹ زره او ۸۵۰ افغانۍ کیږي او همدارنګه پاتې نورو ۳۱۵ کورنیو ته ۴ بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه، ۱۶ کیلو لوبیا، ۱۶ لیټره غوړي، ۱ کیلو مالګه هرې کورنۍ ته د یاد ریاست او ولسوالۍ پلاوي په شتون کې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۹/۴/۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره