د پکتیکا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
د پکتیکا ولایت د مقام په لارښوونه د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست, د وازي خوا ولسوالۍ په ګواشتي سیمه کې ۲۵۰ بېوزله او اړمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
دا مرستې له سروې وروسته د مسؤلینو په شتون کې ووېشل شوې, چې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه او ۲۵ کیلو وریجې ترلاسه کړې.
ورته مهال له مرستو برخه منو کورنیو د ژمي په فصل کې د مسؤلینو له دی ګام څخه قدرداني او خوښي څرګنده کړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره