د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز میدان ښار کې د یوه کاریز او یوې ویالې د پاکولو کار پیل کړ
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د مرکز میدان ښار اړوند په عثمانخېل سیمه کې د یوه کاریز او د کوټه عشرو په سیمه کې د یوې ویالې د پاکولو کار د کار په بدل کې خوراکي توکي پروګرام په چوکاټ کې پیل کړ.
د کاریز او د ویالې پاکولو د پروژې موخه د اوبو د اصلي جریان بېرته عادي کول، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو اسانتیا برابرول، د اوبو د ضایع کېدو مخنیوی او د سیمې د اوسېدونکو د ژوند او کرنې ملاتړ دی. د یادې پروژې په ترڅ کې یو شمېر کاریګر په کار بوخت دي او د ترسره شوي کار په بدل کې به خوراکي توکي ترلاسه کړي.
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، مولوي احمدشاه ذهین، وویل چې د خوراکي توکو په بدل کې د کار دغه ډول پروژې د خلکو د اقتصادي ملاتړ ترڅنګ د سېلابونو د خطرونو په کمولو کې هم مهم رول لري، او ورته پروژې به د اړتیا له مخې د ولایت په نورو سیمو کې هم پلي کېږي.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
