د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د کلیو د بیارغونې او پرمختیایي پروګرام (RRDPO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یادې موسسې په تخنیکي همکارۍ، د دې ولایت په دره نور او کوزکونړ ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار کې د قدرتي پېښو له امله ۱۹ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو دال، ۱۸.۲ لیټره غوړي او ۲ کیلو مالګه ووېشل شوه.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د دغو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) او د RRDPO مؤسسې څخه یې مننه وکړه چې د اړتیا پر وخت د زیانمنو کورنیو لاسنیوی کوي او بشري مرستې ورته رسوي.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
