د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې او امادګۍ ریاست له خپلو امکاناتو په ګټې اخیستنې او د UNICEF دفتر په ملاتړ، د یاد ولایت اړوند ۷۰۰ کورنیو ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې، تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري، یوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، یو جوړه څپلکې او د UNICEF دفتر له لوري هرې کورنۍ ته یو روغتیایي کېټ ووېشل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
