د کندهار ولايت په نيش ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د QR-09 ټیم د نيش ولسوالۍ په سرداغ کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې يوه کړۍ IED ماين کشف او له منځه یووړل شو.
یاد عملیات د ټولو تخنیکي معیارونو په بشپړ رعایت سره ترسره شول، چې له امله یې د سیمې د اوسېدونکو ځان او مال د ماینونو له خطر څخه وژغورل شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګي اداره
