۲۵۰۰ اړمنو کورنیو په پکتیا ولایت کې نغدي مرستې ترلاسه کړې
پکتیا- د لړم ۲مه-۱۴۰۱
د WFP موسسې په مالي ملاتړ د AGHCO موسسې د پکتیا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په مرکز ګردېز، څمکنیو او زرمت ولسوالۍ کې ۲۵۰۰ کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په دریو پړاوونو کې هرې اړمنې کورنۍ ته له ۴۹۰۰ څخه تر ۴۳۰۰ نغدي افغانۍ ووېشل شوې.
