د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٤٩زیانمنو شویو کورنیو ته ٧١٣١٣٦ افغانۍ نغدي پیسې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (OHW) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د کندز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د علي آباد ولسوالۍ اړوند ٢٤٩ د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍکې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته د څلورم پړاو ٢,٨٤٦ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ٧١٣,١٣٦ ( ٧١٣ زره او ١٣٦) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نیټه: ۱۴۴۶/١٠/۲٢ه. ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره