۵۳۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ ۱۵ زیانمنو کورنیو ته په ننګرهار ولایت کې ووېشل شوې
ننګرهار- د لېندۍ ۴مه-۱۴۰۲
د DRC موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۱۵ کورنیو ته چې کورونه یې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي و، له سروې وروسته د کورونو جوړولو په موخه ۵۳۸ زره او ۵۰۰ افغانۍ ووېشلې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته له ۳۰۱۰۰ نه تر ۳۸۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
