۳۱۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ ۳۱۹ کاریګرو ته په ننګرهار ولایت کې د کار په بدل کې ووېشل شوې
ننګرهار- د لړم ۲مه-۱۴۰۲
د ډنمارک د کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت د سره رود ولسوالۍ په سیاسنګ کلي کې د کارېز او کانال پاکولو د چارو ترسره کولو په بدل کې ۳۱ کاریګرو ته ۳۱۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ ووېشلې.
د نغدو پیسو د وېش په لړۍ کې هر کاریګر ته د ورځې ۴۰۰ افغانۍ په پام کې نیول شوي وې او ۲۴ ورځې یې کار ترسره کړی.