د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو کمېسیون کندهار ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء الحاج ملامحمد حسن آخند په ځانګړي حکم د اجباري راستنېدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسېدني او لنډمهاله کمپونو جوړولو کمېسیون کندهار ته سفر وکړ او د شنبې په ورځ سهار ولایت مقام کي د کندهار سرپرست والي محترم حاجي ملاصاحب ورسره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار امنیه قومندان مولوي حزبالله سمیعالله، د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي وليجان بادام او د کندهار د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمود مظلوم هم شتون درلود.
د کمېسیون مشري د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد کوي او د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي فضلالباري فضلي، د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت مرستیال مولوي سیداحمد مستقیم، د عامي روغتیا وزارت مرستیال دوکتور محمد حسن غیاثي، پيښو ته د رسېدو په چارو کي د دولت وزارت استازی مولوي احمدشاه ذهین او د افغاني سرې میاشتي ټولني استازی ملا صالح محمد آخندزاده، ددغه کمېسیون غړي دي.
د لیدني په پيل کي د کمېسیون مشر او د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل؛ تېرو څو لسیزو ناخوالو کي کوم افغان وګړي، چي ګاونډیو هیوادونو ته کډوال سوي؛ خو اوس د ایران او پاکستان هیوادونو څخه په اجباري ډول هیواد ته د ستنېدو په پار اخراجیږي، چي په همدې موخه یادو ستونزو ته په بېړنۍ توګه د رسېدني او د اوسېدو د ځایونو د تنظیم او ترتیب په موخه کمېسیون ټاکل سوی او یاد ګډ کمېسیون ته دنده سپارل سوې، ترڅو د تورخم، سپين بولدک، اسلام قلعه او د نورو سرحدي پولو څخه راستنېدونکو کډوالو ستونزي د حل په موخه وپلټي، د اوسېدو لپاره یې لنډمهاله ځایونه تثبیت، ترتیب، تنظیم او د ژوند کولو لومړنۍ اړتیاوي ورته برابري کړي.
د نوموړي په خبره؛ دوی لومړی تورخم ته سفر وکړ او هلته یې ټولي اړتیاوي له نژدې وکتلې او اوس یې کندهار ته په دې موخه سفر کړی، ترڅو سپين بولدک ولسوالۍ ته ولاړ سي او هلته د کډالو د راستنېدو په برخه کي ټولي اړتیاوي پوره کړي او هم به د یوه لنډمهاله کمپ لپاره ځای انتخاب کړي، چي دغه ټول موارد به په ژر تر ژره د ریاست الوزراء محترم مقام سره شریک کړي او د هغوی له لوري به د اجراآتو په موخه اړین ګامونه واخیستل سي. هغه په خپلو خبرو کي د کندهار د سرپرست والي او دلته د یوشمېر اړوندو ادارو همکاري اړینه وبلله او غوښتنه یې وکړه، چي ورسره بشپړه همکاري وکړي.
ورپسې محترم حاجي ملاصاحب دوی ټولو ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې وکړه، چي دداسي مهم کار لپاره یې کندهار ته سفر کړی او له خپله اړخه یې د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړ او هم یې ژمنه ورکړه، چي ټولي اړوندي ادارې به ستاسي له کمېسیون سره بشپړه همکاري او همږغي ساتي. محترم حاجي ملاصاحب ددغه کمېسیون څخه وغوښتل، ترڅو لنډمهاله کمپ د ډېرو کډوالو کورنیو لپاره جوړ کړي او هم ورته د ژوند کولو ټولي اړتیاوي ورپوره کړي.