په هرات ولایت کې ۲۰۰ زیانمنو، معلولینو او د ناروغانو کورنیو سره نغدي او خوراکي مرستې ترسره شوې
هرات- د زمري ۲۹مه-۱۴۰۲
د RSDO موسسې د هرات ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په فارسي ولسوالۍ کې ۲۰۰ زیانمنو، معلولینو او د ناروغانو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۹۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو وریجې، ۷ لیټره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو نخود، ۵ پاکټه مالګه او ۳۳۷۰ افغانۍ ووېشل شوې.