۳۵۴ زره او ۵۱۰ افغانۍ ۲۴ کاریګرو ته د کار په بدل کې ووېشل شوې
ننګرهار- د زمري ۱۸مه-۱۴۰۲
د ډنمارک د کډوالۍ سازمان د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي، د یاد ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند مڼي کلي کې ۲۴ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳۵۴ زره او ۵۱۰ افغانۍ ووېشلې.
د پیسو د وېش په دې لړۍ کې هر کاریګر ته له د ورځې له ۴۵۰ نه تر ۱۸۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.