۳۸ سېلاب ځپلو کورنیو په میدان وردګ ولایت کې روغتیایي کېټونه ترلاسه کړل

میدان وردګ- د زمري ۱۰مه-۱۴۰۲
د ډاکار موسسې د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همکاري، د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې ۳۸ سیلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته روغتیایي کېټونه او سیار تشنابونه ووېشل.
له دې مرستو هرې کورنۍ ته ۱ روغتیايي کېټ ووېشل شو.