په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمن شویو ته د مرستو راغونډولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ګډ خبري کنفرانس دایر شو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ګډ خبري کنفرانس، په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمن شویو ته د بشري مرستو راغونډو

په دې کنفرانس کې مولوي امیرخان متقي، الحاج ملا محمد عباس اخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر، خلیل الرحمن حقانی د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر، د عامې روغتیا وزیر، الحاج مولوی شرف الدین مسلم پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال، د ملګرو ملتونو استازو او یو شمېر سفیرانو او د وزارتونو مرستیالانو ګډون درلود.
د دې غونډې موخه د افغانستان لپاره د بشري مرستو راغونډول و. او د افغانستان اسلامي امارت د موندنو پر بنسټ، دغه هېواد د طبیعي پېښو لکه زلزله، وچکالي او سېلابونو څخه رامنځته شوي سخت انساني بحران سره مخامخ دې. په همدې بنسټ د نن ورځ کنفرانس د بشري مرستو راغونډولو په اړه دایر شو.
همدارنګه د غونډې ویناوالو په دغو ستونزمنو شېبو کې د طبيعي پېښو له زیانمن شویو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه، او ويې ويل چې د دې اړتيا ده چې د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستې هم وشي او د صادراتو، وارداتو او سوداګرۍ پر وړاندې پراته خنډونه لرې شي تر څو افغانان پر خپلو پښو ودريږي.