ننګرهار ولایت کې ۱۹۰ زیانمن شویو کورنیو خوراکي مرستې ترلاسه کړې
ننګرهار- د زمري ۲۹مه-۱۴۰۱
د کامې ولسوالۍ د وړیا مرستو موسسې د ننګرهار ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت ۱۹۰ کورنۍ ته چې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنې شوي وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته د موظف پلاوي په شتون کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ پاکټه مالګه، ۶ کیلو بوره، ۶ کیلو دال او ۴ کیلو مکروني ووېشله.
