په ارزګان ولایت کې ۷۰ زیانمن شویو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي مرستې ترلاسه کړې
ارزګان- د چنګاښ ۲۷مه-۱۴۰۱
د ارزګان ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست، هغو ۷۰ کورنیو ته چې د سېلاب له امله زیانمنې شوي وې او د ۶۷ کورنیو هستوګنځي په نیمه توګه ویجاړ شوي و، له هغوۍ څخه هرې کورنۍ ته یوه بورۍ وریجې ۵۰ کیلویي او د ۳ کورنیو هستوګنځي چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي و هغوۍ ته یوه بورۍ وریجې ۵۰ کیلویي، یو دانه خیمه او د پخلنځي کېټ له سروې وروسته ووېشل.
