په لغمان ولایت کې ۱۳۹ بېځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه
لغمان-چنګاښ-٢٠مه-١٤٠٠
د لغمان ولایت پیښو پر وړاندي چمتووالي او کډوالو چارو ریاستونو سره په همغږۍ د WFP ادارې له لوري ۱۳۹ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره مرسته تر دپیښو پر وړاندي چمتووالي رئیس محمد جاوید نیازي او د یادې موسسې د استازو په شتون کې د خوراکي توکو مرستې وېش ترسره شوو.
یادې کورنۍ د لغمان ولایت د بېلا بېلو سیموڅخه بېځایه شوې دي چې نن ورته د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې.
په مرستو کې هرې کورنۍ ته اوړه،غوړي،دال او نور خوراکي توکي شامل دي.