په میدان وردګ ولایت کې 110 زیانمن شوو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکې ترلاسه کړل
د میدان وردګ ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست د کوار موسسې سره په همکارۍ, 110 کورنیو ته چې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوي وی, هري کورنۍ ته خوراکي او غیر خوراکي توکې چې 200 کیلو اوړه, 10 کیلو مکروني, 12 کیلو غوړي, 5 کیلو شیدې, او یو روغتیایي کېټ په کښې شامل وو, د ولایت والي, ولایتي شورا او د سکټوري ادارو غړو په حضور ووېشل.