په پکتیکا ولایت کې ۱۰ کورونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
پکتیکا- د چنګاښ ۲۸مه-۱۴۰۲
د نړۍ والې ټولنې موسسې د پکتیکا ولایت پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږي او همکاري، د یاد ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۱۰ کورونه چې د تېرې زلزلې له امله ویجاړ شوي و، له رغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د یادونې وړ ده چې د کورونو جوړولو په دې پروژه باندې ۲ میلیونه او ۵۲۰ زره افغانۍ لګښت راغلې.