په لغمان ولایت کې 421 زیانمن کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

لغمان - مرغومی - 11مه - 1399
د لغمان ولایت پېښو پر وړاندې چمتووالي ریاست د IOM موسسې سره په همکارۍ, 421 کورنیو ته چې داخلي بیځای او د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوي وې, وروسته له سروې د د ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار, پېښو سره د مبارزې رییس, د IOM موسسې او کډوالو چارو ریاست استازو په شتون یادو کورنیو ته څه د پاسه 8 میلیونه افغانیو او ژمني توکو مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
د یادونې وړ ده چې د دې لړۍ په ترڅ کې هري کورنۍ ته 15,300 نقدي افغانیو سربېره ژمني توکې هم ورکړل شول.