له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست دجینوا کال مؤسیسې د رئیس او راغلي پلاوي سره وکتل
نن ورځ سه شنبه، له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست په افغانستان کي دجینوا کال مؤسیسې د رئیس فهد عباسي، دبشري خدمتونو دلاسرسي او اړیکو سلاکار نجیب الله سلیمان خیل او دپروګرام د همږغي کونکي حکمت الله ځدران سره په خپل کاري دفتر کي وکتل.
له پیښو سره د مبارزې آما ګۍ ملي ادارې سرپرست دجینوا کال مؤسیسې راغلي پلاوي ته تر ښه راغلاست وروسته دیادي ادارې پر فعالیتونو او ستونزو بحث وکړ.
ترابي صاحب همداراز د جینوا کال مؤسیسې راغلي پلاوي ته د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او وویل چي په ګډه به د پیښو پر وړاندي همکاري سره کوو.
د جینوا کال مؤسیسې رئیس فهد عباسي له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې دسرپرست څخه مننه وکړه او خوښي څرګنده کړه چی موږ ته مو د ملاقات وخت راکړ او وویل چي جینوا کال مؤسیسه په ۲۰۱۹ کال کي په افغانستان کي فعالیت پیل کړی دی او دبیلابیلو ادارو کسانو ته مو ورکشاپونه جوړ کړي دي.
ښاغلي فهد عباسي ترابي صاحب ته د جینوا په کنفرانس کي د ګډون لپاره بلنه ورکړه.
نیټه: ۱۴۴۶/۷/۱۳ هــ ق
له پیښو سره مبارزې آمادګۍ ملي اداره